| فعالیت | موقیعت | دونر | پیل نېټه | پاې نیټه |
|---|---|---|---|---|
| دامان کې د غذائي توکو وېش | ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ | ځوانان د ټولنې له پاره مؤسسه | 2022-01-15 | 2022-01-16 |
| د کولک کانال ترمیم او پاک کاري | کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ کولک کلی | ځوانان د ټولنې له پاره مؤسسه | 2022-01-08 | 2022-01-28 |
| سولې ټینګښت له پاره هڅې | کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ | ځوانان د ټولنې له پاره مؤسسه | 2021-12-04 | 2021-12-04 |
| بیوزله ۵۰ کورنیو ته د غذایی موادو او نغدو پیسو مرسته | ننګرهار-جلالاباد | SEARCH for common ground | 2024-06-29 | 2024-06-30 |
| په سروبي ولسوالۍ کې یو شمېر بې بضاعته کورنېو ته د عصري سولرکوکرو توزیع | کابل ولایت، سروبي ولسوالۍ | د اړیکو دفتر | 2025-10-15 | 2025-12-15 |
| د لمریزې برېښنا پر مټ د اوړو ژرندو د عصري کولو پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه | ننګرهار ولایت په کامه او کوز کونړ ولسوالۍ کې | EU/ACTED | 2026-01-01 | 2026-09-30 |
د ننګرهار ولایت د دامان په سیمه کې د SPD او YSO په ګډه همکارۍ یو شمېر بېوزله فامیلونو ته د غذائي توکو پکیجونه ووېشل شول
د کولک کانال چې له تېرو څو کلونو راپدې خوا د موسمي بارانونو او سېلابونو د شدت له امله په خورا زیاته کچه زیانمن شوی وؤ، د سیمې د اوسېدونکو او محلي ادارې په غوښتنه د(ځوانان د ټولنې له پاره مؤسسې) په مالي او تخنیکي مرسته ورغول شو.
ټول افغانان حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي او له څلورو لسیزو د زیاتې بربادۍ پر ځای د باعزته سولې په چوکاټ کې د خپل هېواد آبادۍ ته مټې راونغاړي
د YSO موسسي نغدي او غذايي موادو توزیع وکړه:
خوښ او خوشاله يو چي نن مو د پاکستان هیواد څخه راستانه شويو افغانانو سره د Search مؤسسې په مالی مټ او د YSO مؤسسې په تخنيکي همکارۍ مرسته تر سره کړه چې د يادي مرستي د ويش په مهال د اقتصاد ریاست نماینده, د مهاجرینو ریاست نماینده ،د Search مؤسسې ولایتي مسؤل ذبیح الله ابراهیمي د YSO مؤسسې معاون انجینر سميع الله(شينواري) ، مالي او اداري مدير ډاکتر حمید منصور (منصور) ،څارنوال رحمت ګل( رحمتي) ،ولایتی مشاور عبدالله صافي ،کنټرول مدير ډاکتر شیر شاه( میاخېل ) اود همغږي مسؤل سپين غر (منصور) شتون درلود چې یاده مرسته په شفاف ډول ترسره شوه.
د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې، د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او ځوانان د ټولنې لپاره YSO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، یو شمېر بې وزلو کورنیو ته چې مشري یې د کونډو او بیوزله ښځینه و په غاړه ده، د سولر کوکرونو عصري سیټونه وویشل شول. یاد سیستمونه چې د سوند توکو پر ځای د بدیل په ډول کارول کېږي په مناسب ډول یې د کارولو او تخنیکي اړخونو په اړه روزنه هم ورکړل شوه. دا پروژه، چې ګټه اخیستونکي یې د یوې شفافې سروې او ارزونې له لارې انتخاب شویدي، له دې وروسته به له غرونو او نورو خطرناکو سیمو څخه د لرګیو راټولو او نورو مضرو توکو له سوځولو څخه خلاص او پدې سره به چاپیریال او ځان ته له زیان رسولو څخه خلاصی ومومي. همدغه رازهغه ناروغۍ او نور ټولنیز زیانونه چې د کورنیو د بدبختۍ لامل کیږي او له کور څخه د ښځینه او ماشومانو په وتلو سره د راپیداکیدو احتمال زیات وي هم لمنځه ولاړ شي. سربیره پردې، دا به ګټه اخیستونکې کورنۍ د تیلو او ګازو له پیرودلو څخه هم بیغمه او په اقتصادي وده کې به هم ورسره مرسته وکړي.
ځوانان د ټولنې له پاره مؤسسې (YSO) د اروپایی اتحادیې په او ACTED په مالي او تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت په کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا په وسیله د اوړو کوچنیو میلونو د عصري کولو له لارې د دغه تشبثاتو د تولیدي ظرفیت لوړولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړه.
نوموړې پروژه چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه یې د سپتمبر تر ۳۰مې نېټې پورې دوام وکړ اساسي موخه یې د لمریزې برېښنا د ټکنالوژۍ په کارولو سره د اوړو ژرندو عصري کول، د ډیزلو پر مصرف د تشبثاتو اتکا کمول، د فعالیتونو لګښتونه راټیټول او د محلي کاروبارونو د تولیدي ظرفیت لوړول وو.
د دغه پروژې په چوکاټ کې اته د اوړو ژرندې له مالي او تخنیکي ملاتړ څخه برخمنې شوې، اړین لمریز تجهیزات یې نصب او فعال شول او ژرندې یې د فعالیت لپاره چمتو شوې. همدارنګه، د دغو تشبثاتو مالکینو او کارکوونکو ته د سوداګریز پلان جوړونې، بازارموندنې او بازار سره د اړیکو، تدارکاتو او مالي مدیریت، د ماشینونو د چلولو او ساتنې، او د لمریزې برېښنا د سیستمونو په اړه رزونه هم ورکړل شوې.
په دې پروژه کې د اته کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ وشو چې دوه یې د ښځو ملکیت وو. دا اقدام د ښځو د اقتصادي ګډون، د محلي متشبثینو د ظرفیت لوړولو او د دوامدارو اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام و.
په همدې توګه ځوانان د ټولنې له پاره مؤسسه (YSO) د ACTED، اروپایي ټولنې، اړوندو دولتي ادارو، او ټولو همکارو لورو څخه مننه کوي چې د دې نوښت په تطبیق کې یې همکاري کړې ده.
وایسو مؤسسه ژمنه ده چې د دوامدارو معیشیتي برنامو، د خصوصي سکتورودې، د نوي کېدونکې انرژۍ د پراختیا او د محلي ټولنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.