په سروبي ولسوالۍ کې یو شمېر بې بضاعته کورنېو ته د عصري سولرکوکرو توزیع


فعالیت موقیعت ډونر شروع تاریخ پای تاریخ
په سروبي ولسوالۍ کې یو شمېر بې بضاعته کورنېو ته د عصري سولرکوکرو توزیع کابل ولایت، سروبي ولسوالۍ د اړیکو دفتر 2025-10-15 2025-12-15

د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې، د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او ځوانان د ټولنې لپاره YSO مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، یو شمېر بې وزلو کورنیو ته چې مشري یې د کونډو او بیوزله ښځینه و په غاړه ده، د سولر کوکرونو عصري سیټونه وویشل شول. یاد سیستمونه چې د سوند توکو پر ځای د بدیل په ډول کارول کېږي په مناسب ډول یې د کارولو او تخنیکي اړخونو په اړه روزنه هم ورکړل شوه. دا پروژه، چې ګټه اخیستونکي یې د یوې شفافې سروې او ارزونې له لارې انتخاب شویدي، له دې وروسته به له غرونو او نورو خطرناکو سیمو څخه د لرګیو راټولو او نورو مضرو توکو له سوځولو څخه خلاص او پدې سره به چاپیریال او ځان ته له زیان رسولو څخه خلاصی ومومي. همدغه رازهغه ناروغۍ او نور ټولنیز زیانونه چې د کورنیو د بدبختۍ لامل کیږي او له کور څخه د ښځینه او ماشومانو په وتلو سره د راپیداکیدو احتمال زیات وي هم لمنځه ولاړ شي. سربیره پردې، دا به ګټه اخیستونکې کورنۍ د تیلو او ګازو له پیرودلو څخه هم بیغمه او په اقتصادي وده کې به هم ورسره مرسته وکړي.