د لمریزې برېښنا پر مټ د اوړو ژرندو د عصري کولو پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه


فعالیت موقیعت ډونر شروع تاریخ پای تاریخ
د لمریزې برېښنا پر مټ د اوړو ژرندو د عصري کولو پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه ننګرهار ولایت په کامه او کوز کونړ ولسوالۍ کې EU/ACTED 2026-01-01 2026-09-30

ځوانان د ټولنې له پاره مؤسسې (YSO) د اروپایی اتحادیې په او ACTED په مالي او تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت په کامې او کوز کونړ ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا په وسیله د اوړو کوچنیو میلونو د عصري کولو له لارې د دغه تشبثاتو د تولیدي ظرفیت لوړولو پروژه په بریالیتوب سره بشپړه کړه. نوموړې پروژه چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه یې د سپتمبر تر ۳۰مې نېټې پورې دوام وکړ اساسي موخه یې د لمریزې برېښنا د ټکنالوژۍ په کارولو سره د اوړو ژرندو عصري کول، د ډیزلو پر مصرف د تشبثاتو اتکا کمول، د فعالیتونو لګښتونه راټیټول او د محلي کاروبارونو د تولیدي ظرفیت لوړول وو. د دغه پروژې په چوکاټ کې اته د اوړو ژرندې له مالي او تخنیکي ملاتړ څخه برخمنې شوې، اړین لمریز تجهیزات یې نصب او فعال شول او ژرندې یې د فعالیت لپاره چمتو شوې. همدارنګه، د دغو تشبثاتو مالکینو او کارکوونکو ته د سوداګریز پلان جوړونې، بازارموندنې او بازار سره د اړیکو، تدارکاتو او مالي مدیریت، د ماشینونو د چلولو او ساتنې، او د لمریزې برېښنا د سیستمونو په اړه رزونه هم ورکړل شوې. په دې پروژه کې د اته کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ وشو چې دوه یې د ښځو ملکیت وو. دا اقدام د ښځو د اقتصادي ګډون، د محلي متشبثینو د ظرفیت لوړولو او د دوامدارو اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام و. په همدې توګه ځوانان د ټولنې له پاره مؤسسه (YSO) د ACTED، اروپایي ټولنې، اړوندو دولتي ادارو، او ټولو همکارو لورو څخه مننه کوي چې د دې نوښت په تطبیق کې یې همکاري کړې ده. وایسو مؤسسه ژمنه ده چې د دوامدارو معیشیتي برنامو، د خصوصي سکتورودې، د نوي کېدونکې انرژۍ د پراختیا او د محلي ټولنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.